د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د النشره اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه كانفرنس به د اصفان د ښاروالۍ په كورباتوب سره د دغه ښار په عباسی هوټل كښې كیږی او دوه ورځې به دوام ومومی.
په دغې غونډه كښې به د ((اسلامی هېوادونو بېداری او له استكبار سره مبارزه))، ((په مصر او تيونس كښې د ډېكټېټرانو له نسكورېدو نه پس د اسرائيلو د زوال چلند)) او ((د مقاومت ترڅنګه د انقلابی ملتونو ټينګ اودرېدل)) په شمول د مختلفو موضوعاتو څېړنه وشی.
د اسلامی مقاومت راتلونكی پس منظرونه او د اسلامی بېدارۍ سټراټيجۍ د اصفهان د اسلامی مقاومت په غونډه كښې د څېړنې وړ نورو موضوعات دی.
په دغه غونډه كښې به د فلسطين ، لبنان، شام، اذربائيجان جمهوريت ، بحرېن،سعودی عرب، تركی، تيونس، يمن او انډونېشيا په شمول د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه دينی عالمان او كارپېژاندی ګډون كوی.
1091269