د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د DiscoverIslam UK موسسې د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لندن مسلمانانو له يولك لسو زرو نه زيات ترجمه شوی قرانونه او د خداے د ګران رسول (ص) د سيرت په حقله كتابونه د لندن د غېر مسلمو ترمېنځ ووېشل. او دا موضوع د دې بيانوونكې ده چې د خداے په ګران رسول (ص) باندې ايمان لرونكی مسلمانان د دغه ګستاخانه او بې عقلۍ جواب په نبوی سيرت او اخلاقو سره وركوی ، هم هغه ډول چې خداے پاك په قران شريف كښې د سورۀ القلم په څلورم مبارك ايت كښې فرمائی: وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ: يعنې اے پېغمبره ستا اخلاق ډېر لوړ دی.
د ستمبر د يولسمې ستر دروغ او له هغه نه پس مېډيائی فضا جوړونه د دې سبب شوه چې امريكا وكړې شی په دې هدف سره چې هغه څه چې له اسلام او مسلمانۍ څخه دی هغه د طالبانو د ډلې د ناروا كرتوتونو په شكل كښې وښئ او په افغانستان او عراق باندې یې د حملې لپاره بهانه او توجيه وګرځوی چې د امريكې لخوا د دغه ګستاخانه فېلم مقصد هم دغه دے چې له مسلمانانو څخه يو وحشی او زیږ تصوير دنيا ته وړاندې كړی چې هر كال یې په مختلفو شكلونو كښې د ستمېر د يولسمې نېټې په موقع ښئ او له دې لارې او تر دې پردې لاندې داسلام او مسلمانانو په خلاف نور جنايتونه وكړی.
خو د لندن مسلمانانو پرون د خداے دګران رسول (ص) د خلق عظيم يوه نمونه انګرېزانو ته وښودله او د امريكې او صهيونېسټ رژيم د دغې عظيمې ګستاخۍ په ځواب كښې یې په انګرېزانو باندې د قران شريف ترجمې ووېشلې او ورته وښودله چې د مسلمانانو كار د بديو او بدعمليو ځواب په نېكيو سره وركول دی ځكه چې د خداے پاك په نزد تر ټولو كامل دين اسلام دے او اسلام له دنيا نه د هر ډول بدۍ او بدعملۍ ختمول غواړی. نو مسلمانانو ته نه دی پكار چې د بديو ځواب په بديو سره وركړی.
1101609