IQNA

د پيغمبر(ص) د سپكاوی كوونكيو په مقابله كښې زمونږ ذمه د هغه حضرت سيرت روښانول دی

22:36 - September 23, 2012
د خبر لمبر: 2418079
د قرانی چارو ډله: د قرانی علمونو د پوهنتون استاذ او د قران د نړيوالو مقابلو فيصله كوونكی وويل: د دې لپاره د چې د قران كريم او د پيغمبر(ص) د سپكاوی مخه ونيسو مونږ بايد قران كريم او د پيغمبر(ص) سيرت ته زياته پاملرنه وكړو او د خپل دریځ روښانه كړو او د پيغمبر(ص) صحيح سيرت خلكو ته وښايو.
د قرانی علمونو د پوهنتون استاذ او د قران د نړيوالو مقابلو فيصله كوونكی سيدمهدی سيف د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د دې لپاره د چې د قران كريم او د پيغمبر(ص) د سپكاوی مخه ونيسو مونږ بايد قران كريم او د پيغمبر(ص) سيرت ته زياته پاملرنه وكړو زيات ترې ځان خبر كړو او عمل ورباندې وكړو.
هغه په ادامه كښې وويل: دا كار د دښمن هغه ټولې نقشې چې د قران او رسول اكرم(ص) په خلاف یې جوړوی، له منځه وړی، دوی غواړی چې په خپلو پوكونو سره د خدای نور مړ كړی خو خدای فرايی: «یُرِيدُونَ أَن یُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَیَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن یُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ»، «يعنې دوی غواړی چې د خدای نور په خپلو پوكونو سره مړ كړی خو خدای یې نه پریږدی مګر دا چې خپل نور بشپړ كړی كه څه هم كافران ورباندې خپه وی»، نو خدای پاك د خپل نور په خپله حمايت كوی.
هغه زياته كړه: كله چې مونږ لږ غوندې پرمختګ وكړو نو هغه ډېر زيات خپه كیږی، ځكه چې زمونږ مخپرتګ نه شی ليدلې، مونږ بايد خپلې لارې ته دوام وكړی او ویښ وسو او هغه حكمتونه چې اسلام، قران او پيغمبر(ص) مونږ ته ښودی دی خيال یې وساتو او په دې طريقه د دښمن نقشې له منځه يوسو.
1103384
captcha