د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د emarrakech د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسپانیې په ((الخويس)) طنزيه مجله كښې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك كارټون له خپرېدو نه پس د دغه هېواد د اسلامی انجمنونو اتحادیې د يوې بيانیې په جاری كولو سره د د غې هفته وارې مجلې د ایډیټر او مسئولينو په خلاف د خپل شكايت د فېصلې خبر وركړ.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی په الخويس رساله كښې د اسلامی مقدساتو په خلاف د كارټون خپرېدو د اسپانیې مسلمانان دې ته جوړ كړل چې د خپلو اسلامی ارزښتونو د دفاع لپاره عدلیې ته رجوع وكړی.
په بيانيه كښې له مسلمانانو څخه له زغم او قرارۍ څخه د كار اخېستو سپارښتنه شوې ده.
د يادونې ده په داسې حال كښې په ټوله نړۍ كښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك امريكائی فېلم او د فرانس په يوه مجله كښې له توهين نه د ډكو كارټونونو په خلاف د مسلمانانو احتجاجونه دوام لری د اسپانیې الخويس طنزيه رسالې هم په خپله وروستۍ ګڼه كښې ګستاخانه تصوير خپور كړ.
د دغې رسالې چيف ایډیټر له رویټر خبری اېجنسۍ سره په مركه كښې د مسلمانانو په د اعتقاداتو په مسخره كولو سره وويل: مونږ په دغه كارټون كښې كوشش كړے چې په طنزيه شكل كښې د مسلمانانود پېغبر (ص) تصوير وړاندې كړو.
1109103