د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ عمومی قوماندان امير تورن جنرال عطاالله صالحی زياته كړه چې په ايران د پوځی تيری پښمانه كوونكې او بدې پايلې د اسلامی جمهوری نظام په ضد د دښمن د هر ډول خوځښتونو خنډ شوی دی.
د اسلامی ايران د پوځ عمومی قوماندان زياته كړه لويدیځ خيال كوی په بنديزونو او ګواښْونو سره د ايران ملت به تسليميدا ته اړباسی، په داسې حال كې چې ايرانيانو په تيرو ديرشو كلونو كې له دې ډير بد وضيعيت تير كړے دے. په هم دې علت اوسنی وضيعيت به په قدرت او سرلوړی سره تير كړی.
امير تورن جنرال صالحی هم دا راز په بيلابيلو زمينو كې د اسلامی ايران د پوځ د سمندری ځواك په او څاره پرمختګونو په ټينګار سره روښانه كړه په نړيوالو اوبو كې د دغه ځواك د بیړيو قدرتمند شتون او د ايرانيو او نورو هيوادونو د تجارتی كشتيو په ژغورنې كې د ايران د پوځ د سمندری ځواك عمليات د ستاينې وړ دی.
1124222