IQNA

سردار وحيدی: تهران په عراق كې د امنيت ټينګښت لپاره ملګرتيا ته چمتو دے

18:51 - March 07, 2013
د خبر لمبر: 2507779
سياسی ډله: د ايران د ا سلامی جمهوريت د دفاع وزير په عراق كې د امنيت د ټينګښت د زياتېدو لپاره، ملګرتيا ته د تهران د چمتو والی اعلان وكړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د دفاع وزير، جنرال احمد وحيدی نن په تهران كې د عراق د كورنيو چارو له وزير، عدنان الاسدی سره په كتنه كې، په عراق كې د امنيت او ټيكاو پراختيا يو نه انكارېدوكی ضرورت وباله او ویې ويل چې پرمختللی او امن عراق په سيمه ايزه او آن په نړيواله كچه اغيز اچونكی دے او په عراق كې د عربی ټولنې او پنځه جمع يوډلې د مشرانو د غونډو جوړيدل د دې حقيقت تاييد دے.
1200344

captcha