د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب امام آيت الله محمد امامی كاشانی نن په تهران كې دجمعې دلمانځه اداءكونكوپه ټول كې دلويدیځ لخوا په ايران دبنديزونو غټ ښودلو او دايرانی ملت دپرمختګونو دوړو ښودلو دايران دملت په منځ كې د درز رامنځته كولو په اړه د دشمن هڅې ټولې بې نتيجې وبللې.
ښاغلی امامی كاشانی په دې خبرې سره چې د ايران ملت په ټينګ هوډ او په بېلابېلو ډګرونو كې له اسلامی نظامه خپل ملاتړ اعلان كړی دی وويل: لويدیځ د پوهـ شی چې ايران به يواځې داچې له خپلو حقونوپه تېر نشی بلكه ددباوونو له امله درامنځته شوو ستونزو دله منځه وړلو ترڅنګ به دښمن ته سخت ناهيلی كونكئ ځواب وركړی
د تهران دجمعې خطيب د اسلامی انقلاب لخوا سږ كال د سياسی حماسې او اقتصادی حماسې په نامه نومولو ته اشاره وكړه او ویې ويل چې د ايران ملت او دولت به سږ كال د ولسمشری په ټاكنوكې په خپل پراخه ګډون سره يو ځل بيا له اسلامی نظام سره خپله وفاداری د نړيوالو نندارې ته وړاندې كړی.
1208002