د ايران د بهرنيو چارو وزير، علی اكبر صالحی نن په تهران كې په يوه خبری غونډه كې د سوریې د كړكيچ د ختمولو لپآره د ايران سلامشورو ته په اشارې سره وويل چې د سوریې لپاره ترټولو مهم لومړيتوب، تر هرڅه مخكې د وينو تويولو او تاوتريخوالی بندول دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزير، ددې په بيانولو سره چې بايد ژر تر ژره د سوریې كړكيچ ختم شی، زياته یې كړه، ددې كړكيچ چې هره ورځ تېرېږی، ډېر شمېر بې ګناه انسانان وژل كېږی او ددې وضعيت مسووليت د هغو كسانو پر غاړه دی چې سوریې ته وسلې او مزدوران استوی او دغه هېواد یې وران كړی دی.
1217023