IQNA

د افغانستان قرآن عالی شورا مشر:

د قرآنی کلتور ژوندون د امام خمینی له خدمتونو څخه دی

23:12 - February 08, 2015
د خبر لمبر: 2824842
بهرنی څانګه: حجت الاسلام و المسلمین عباس حسن زاده د امام سجاد علیه السلام جامع جومات کښې د دهه فجر مراسم لمانځلو کښې وویل: د قرآنی کلتور ژوندون د امام خمینی له خدمتونو څخه دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان اطلاع رسوونکې اداری نه په نقل، دوه دینی محفلونه د دهه فجر په مناسبت سره د افغانستان د قرآنی شورا په مرسته په امام سجاد علیه السلام جامع جومات کښې او د کابل جامعة القرآن کښې پیل شول.

په دې محفل کښې د الله د کلام نه څو آیتونو تلاوت او قرآنی سرود اجرا کوونکې ډلې له اړخه سرود وړاندې شول، بیا د افغانستان قرآن عالی شورا مشر حجت الاسلام و المسلمین عباس حسن زاده، د ستر لارښود امام خمینی په رهبرې کښې د ایران اسلامی غورځنګ بری په اړه خبری وکړی.

د امام خمینی د غورځنګ بنسټ د الله رضایت وو

هغه د امام خمینی د غورځنګ محور د الله رضایت وټاکلو او وې ویل: امام خمینی هیڅ کله د مغرورو له باندو نه ویره نه ده کړی، او خپله لار ته یی ادامه ورکړی او هم دا څیز د انقلاب د بریالیتوب سبب شو.

حجت الاسلام حسن زاده وویل: په دې دلیل سره چې د امام خمینی د غورځنګ بنسټ محور الله وو، نو همدارنګه وینا، عمل او کارونه یی هم خدایی وو، هغه همېشه د دښمنانو توطئه ته به د اوسپنې دېوال وو.  

امام خمینی د یو ولی فقیه په توګه له ټولې اسلامی نړۍ لارښود وو، هغه یو نړیواله شخصیت وو هغوی همېشه د بی وسه او ستم ځپلو لکه د لبنان، عراق، فلسطین او افغانستان نه حمایت کړی.

هغه وویل: امام خمینی همېشه مسلمانان یووالی او وحدت ته بللې ځکه چې هغه دې ته رسېدلې وو چې د اسلام دښمنان د مسلمانانو د اختلاف نه ګټه پورته کوی،

هغه دې ته اشارې سره چې امام خمینی همېشه مسلمانان ځوانان یووالې ته بللې وویل: د امام خمینی یو لوی خدمت قرآنی کلتور ژوندی کول وو، او نن نه یواځې ایران بلکې نور اسلامی هیوادونه هم د امام خمینی مقدس او معنوی روح له کبله دا آسمانی  کتاب قرآن خپلو کورونو کښې ژوندی ساتی.

د افغانستان قرآن عالی شورا مشر حجت الاسلام و المسلمین عباس حسن زاده زیاته کړه: امام خمینی د ټولنې زیاته برخه یعنې ښځې یی د نړۍ ستم کوونکو نه نجات ورکړو او ښځو له یی عظمت او انسانی او اسلامی حیثیت ورکړو او هغوی له یی په ټولنه کښې د شتون ځې ورکړو.

هغه په اخیره کښې یادښتونه وکړه چې د امام خمینی شخصیت یو ځانګړیتیا لرله چې ویناوې یی ټوله نړۍ ولړزوله د الله له اړخه ورکړی شوی قدرت باندې او خپل نفس باندې اعتماد سره خبری کولې چې نن حضرت امام خامنه ای د امریکا او اروپا ځوانانو ته پرانیستلې لیک کښې هغوی عدالت، ریښتونولۍ، حقانیت  او پاکی چې اسلامی ښودنې کښې دې دعوت کړی دی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2803959

captcha