
	قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «Frontier Post»نه په نقل، علی بن سوفیان نومی کس چې ځان د لښکر جهنګوی ویاند ټاکی په یو پیغام رسنۍ ته استولی دی چې په کې د پاکستان شیعه استوګنه سیمې پاراچنار عید ګاه بازار کې د مرګی چاودنې مسئوولیت یی په غاړه اخیستلې، هغه وویل: لښکر جهنګوی دا چاودنه د شیعیانو په خلاف د ایران او د بشار اسد نه حمایت کولو په ځواب کې کړی.
	د افغانستان مرز سره نږدې د پاکستان قبایلی سیمې «کرم ایجنسی» پارچنار عیدګاه بازار کې پرونې چاودنه کې لسګونو کسان ژوبل او شهیدان شوی.
	په دې پیغام کې راغلی: شیعیانو ته غبرګون ورکوو چې د بشار اسد نه حمایت سره به دا حملې نورې هم زیاتیږی.
	دا پیغام په داسی وخت کې ورکړلې شوی چې د ترهګرو ډله داعش په شام او عراق او د نړۍ نورو سیمو کې بی شمېره ښاریزه وژنې او د تاریخ ناوړې انسانی جنایات کوی او بشار اسد او ایران همېشه له دې ترهګرو ډلو په تېره د داعش سره مخالف دی او دې ترهګری ډلې سره مقابله کې خپل کوښښ ترسره کوی.
	د دې ترهګری پېښی په هکله د پاکستان ړومنې وزیر نواز شریف یوه بیانیه کې دا چاودنه سختی سره محکوم کړی او ویلی دی: د بی ګناه ښاریزو وژلو سره د دې هیواد د مقاماتو له ترهګرو سره مقابلی عزم نور هم مضبوط شی.
	http://www.iqna.ir/fa/News/3463050