قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، علامه عارف حسین واحدی، د جعفري غورځنګ او د پاکستان شیعه عالمانو غونډي مشر یکو بیانیه کې د عربستان حکومت له اړخه د شیخ نمر باقر النمر شهید کول د خپل څښتن اسرائیل او امریکه خوشحالولو اقدام وګرځولو او وې ویل: د آل سعود رژیم دې سپک عمل سره د اسلام او د یو امت وحدت په نښه اخیستلي.
د پاکستان شیعه عالمانو غونډي مشر همدارنګه په دغه بیانیه کې څرګنده کړي: د نړۍ مسلمانان له دې کینه او ډله ډلبندي نه ډک عمل نه د برائت اعلان کوي او په سختي سره یی محکوم کوي، د پاکستان غیرتي ولس هم د آل سعود په خلاف خپل تاوتریخوالی لاریون کې څرګنده کړو او دې ته به ادامه ورکوي.
هغه په اخیره کې هیله څرګنده کړه چې د شیخ
نمر ناحقه وینه تویولو سره آل سعود خپل د نفاق مخ سراسري نړۍ ته څرګنده کړو او ځان
یی رسوا کړو او دا وینه به د دې رژیم د سقوط سبب ګرځي.