IQNA

د حضرت عباس علیه السلام حرم، د امام حسین علیه السلام نړیواله کانفرانس کوربه

19:26 - August 29, 2016
د خبر لمبر: 3480172
نړیواله ډله: د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیارت، د امام حسین علیه السلام نړیواله کانفرانس لومړي برخه پيل کولو لپاره تیارۍ کوې چې د شهریور میاشته څلورم تاریخ زیارت باندې کربلا کې شروع کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کفیل نړیواله چینل ویبپاڼې نه په نقل، د امام حسین علیه السلام نړیواله لومړۍ کانفرانس د «د حسیني غورځنګ کې دروند ارزښتونه او بشري تکامل کې د هغې ونډه» له څلورم شهریور زیارت ورځې نه د حضرت عباس علمدار علیه السلام سپېڅلې حرم امام حسن علیه السلام تالار کې شروع کېږي چې تر دوه ورځو به ادامه لرې.

دا کانفرانس د مطالعاتو او څېړنو نړیواله مرکز چې د حضرت عباس علیه السلام کلتوري او فکري چارو برخې سره تړون لرې په همت د جمهوری اسلامی ایران له انساني علمونو پوهنتون کتابونو لیک او مطالعه سازمان او د کربلا پوهنتون او د عراق علمی څېړنو او عالي ښودو وزارت په مرسته پیل کېږي.

د انساني مطالعاتو حوزه کې یو کارپوهه علمي کمېټۍ د کربلا پوهنتون په همکاري سره دې کانفرانس ته وړاندې شوي څېړنو او تحقیقاتو کې په غور سره دقت کوې او دا کمېټه دا مقالات د کانفرانس محور او د علمي طریقو سره شوې څېړنو ته کتنه کوې.

د العمید مطالعاتو او څېړنو نړیواله مرکز د فعالیتونو برخې مشر او د کانفرانس د مقدماتي کمېټۍ غړې احمد الکعبی په دې اړه وویل: د عراق پوهنتونو او څېړونکو له اړخه ۱۰۰ مقالې او د نورو مختلفو هیوادونو د دې کانفرانس په محور موضوع باندې مقالې را لېږلې چې ترې ۴۰ څېړنې د منلو وړ لري.

دا کانفرانس د «حسیني غورځنګ، د بشري تکامل ډېوه» په عنوان سره د حسیني غورځنګ روزنې او پوهنې، د حسیني غورځنګ اخلاقی، عقیدتي، فکري، روزنې او پوهنې درسي پروګرامونه، د ولسو ازادي کې د حسیني غورځنګ اثر، حسیني غورځنګ او د ګټې عناصر، د امام حسین علیه السلام د ملګرو دروند اهداف او د حسیني غورځنګ کې ادبي اړخونه څېړلې کېږي.

captcha