IQNA

23:06 - December 11, 2018
د خبر لمبر: 3481752

په سپین بولدک کې دطالبانو یو مهم قوماندان ونیول شو

نړیواله ډله: عبدالجلیل  حقانی  دملګروملتو په تور لیسټ کې هم شامل دی . هغه  په دې مهال  نیّت درلود، په جعلی  پاسپورټ سره  له سپین بولدک څخه پاکستان ته لاړ شی ،  خو  پولیسو وپیژند او په منګولو کې ښکیل کړ

په سپین بولدک کې دطالبانو یو مهم قوماندان ونیول شو
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دیوې  اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دی ،  دکندهار ولایت په سپین بولدک  ولسوالۍ کې ئې  د طالبانو یو لوړپوړی کمانډر  عبدالجلیل حقاني  امنیتی ځواک نیولی دی . داپه داسې حال کې دي چې  عبدالجلیل  حقاني  دملګروملتو په تور لیسټ کې هم شامل دی . هغه  په دې مهال  نیّت درلود، په جعلي  پاسپورټ سره  له سپین بولدک څخه پاکستان ته لاړ شي ،  خو  پولیسو وپيژند او په منګولو کې ښکیل کړ . همداراز  دافغانستان داخله وزارت وئيلي دي چې دکابل په هوائي ډګر کې دنورا... په نامه دزابل ولایت یوکس  نیولی  چې دملګروملتو په تورلیسټ کې   شامل دی داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې  دافغان امنیتی مامورانو او  وسلوالو مخالفانو ترمینځ اخ ډب په اوڅاره توګه زیات شوی او داسې کومه ورځ نشته چې په  افغانستان کې یو شمیر  جنازې اوچتې نشي او دغه راز یو شمیر سیمې هم لاس په لاس نشي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78844
نویسنده:
razavi
captcha