د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل له راتلونکي شنبې ورځې څخه به د چمن او د تورخم سرحدي لارې تر دوو (۲) ورځو پورې خلاصې وي او په دې موده کښې د افغانستان او د پاکستان ښاریز خپلو هیوادونو ته بیرته ستنیدلی شي .
تورخم سرحدي لاره د پاکستان او د افغانستان ترمینځ یوه (۱) مهمه ټرانزیټي لاره ده او د تجارت په پراختیا کښې مهم رول لري .
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف دغه راز وویل له هندوستان سره د پاکستان ګډ سرحد اوس هم تړل شوی دی او د سرحد په تړل کیدا د هندوستان د چارواکو ټینګار سبب شوی دی چې د دواړو هیوادونو ښاریز ونشي کولای خپلو هیوادونو ته ورستانه شي .
له دې مخکې پاکستان په دوه اعشاریه پینځه(2.5) میلیارډه ډالرو سره د افغانستان ترټولو ستر تجارتي شریک وو خو اوس د دواړو هیوادونو د تجارتي اړیکو اندازه په کال کښې له اوه سوه (۷۰۰) میلیونو څخه کمه شوي ده .