
ایکناخبری اژآنس د یونا له قوله راپور راکړ، د افغانستان ګډو وډو حالاتو او دددغه هیواد د زیاتره سیمو باندې د طالبانو مسلط کیدا ته په پام سره د اسلامی ملګرتیا موسیسې ددې خبرې په کولو سره چې دغه موسیسه د افغانستان وروستي حالات څاري ، پر ښکیلو لورو غږ کړی ، څو دایمي اوربند دې وکړي او په دغه هیواد کې دې نښتې او تاؤتریخوالی د خبرواترو له لارې ختم کړي .
دغې موسیسې همداراز پر ښکیلو لورو غږ کړی، چې د همیشنۍ سولې د پوره کیدا او د افغانستان د ملت دغوړیدا لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي او د افغانستان د ملت د هوساینې او سوکالۍ لپاره دې لاس په کار شي .
داپه داسې حال کې دي چې وروستي راپورونه ښئ د افغانستان ولسمشر اشرف غني له حکومته څنګةکړائ شوی او یو عبوري حکومت د یوه پخواني افغان ډيپلوماټ علی احمد جلالي په مشرۍ د جوړیدا په حال کې دی چې طالبانو هم ورسره م وافقه کړې ده او دغه موقتي حکومت به تر شپږ و میاشتو پورې وي او په دغه هیواد کې به د راتلونکي لپاره نوي ګامونه پورته کړي .