ایکناخبری آژانس د نیوز ۲۵ له قوله راپور راکړ، دنړۍ تر ټولو لوی قرآن به چې یوه پاکستاني هنرمند برابر کړی ، د دوبئ په اکسپو نندارتون کې چې د تلې دمیاشتې په نهمه نیټه چې هماغه د اکتوبر لومړۍ نیټه کیږي ، پیلیږي ، نندارې ته وړاندې شي .
شهید رزام اصالتا د متحده عربی اماراتو اوسیدونکی ؤ خو له هغه ځایه ئې مهاجرت کړی او پاکستان ته تللی دی او له دې مخکې ئې هم په ۲۰۰۰کال کې له العین پوهنتونه د کال دهنرمند جایزه ګټلې ده .
دغه پاکستانی هنرمند له پنځو کلونو مخکې راهسې د قرآن کریم آیتونه په ایلومینم کینوس(Aluminum canvas) باندې او د سرو زرو په روکش سره د لیکنو په بڼه کتابت کړي دي ، چې د اسلام په یوزر څلورسوه کلن تاریخ کې د نړۍ تر ټولو لوی قرآن بلل کیږی ، له دې اړخه چې دنړۍ د قرآن له هغو ترټولو سترو نسخو سره چې تر دې دمه پر ټوکر یا کپړې ، کاغذ او څرمنې لیکل شوی دی ، فرق لری .
دغه پاکستاني هنرمند له دې مخکې د خداي ۹۹ نامې هم په ورته فونټ سره په ایلومینیم سره او د سروزرو په روکش سره حک کړي وې . شهید رزام دغه پروژه پنځه کاله مخکې پیل کړې او سږکال ئې به ئې د ۲۰۲۰کال د دوبئ په نندارتون کې دخپل پروګرام د یوې برخې په توګه چې تر شپږو میاشتو پورې دوام لري ، وړاندې کړي .
د۲۰۲۰کال اکسپو نندارتون ټاکل شوې وه ، په تیر اکتوبر میاشت کې ترسره شي ،خو د کرونائي بحران دزیاتیدا په دلیل ځنډول شوې ده .
۲۰۲۰ اکسپو په مینځنی ختیځ کې لومړنی نړیوال نندارتون دی او د ماډرنزم حیرانونکي دنیا او ساعت تیری په شعار سره ، د اکتوبر له لومړۍ نیټې پیلیږي او د ۲۰۲۳کال د مارچ تر یو دیرشمې نیټې پورې به یعني تر یو سل دوه اتیا ورځو پورې به دوام وکړي او تمه کیږي ، چې دغه لوي نندارتون به ځان ته څه دپاسه پنځه ویشت میلیون کتونکي او نندارچیان جذب کړي .