ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکوی په افغانستان کې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقی په خپله لومړنۍ خبری غونډه کې وویل له درستو هیوادونو غواړو د روغتیا ، تعلیم ، درملنې ، مهاجرینو او له وچکالۍ سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان د خلکو مرسته وکړی او باید بشری مسایل له سیاسی مسلو سره ونه تړی .
له بلې خوا یونیسف هم په افغانستان کښې د ماشومانو د مرستې غوښتنه وکړه د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
دغه نړیوال ارګان وویل چې په افغانستان کښې څه باندې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او یونیسف په دې لړ کښې سمدستي مالي ملاتړ ته ضرورت لري.
یونیسف د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له خطر سره د دغو مخامخ شویو ماشومانو د مرستې لپاره دې زرترزره لاس په کار شي.