ایکنا خبری اژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ ، دپاکستان لومړي وزیر عمران خان ، دملګروملتو له سرمنشي آنتونیو ګوتریش وغوښتل څو له اسلام د مقابلې کونکي بهیر سره دې دمقابلې لپاره یوه نړیواله ناسته ترسره کړي . دپاکستان لومړي وزیر پر هندي رژيم تور ورلګاوه چې له اسلامه د ویرولو دبهیر پلوي کوي .
عمران د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په شپږاویایمې غونډې کې په ویډیوئي وینا کې ووئيل ، له اسلامه ویرولو پروژه یوه ورانکاره ښکارنده ده چې ټول باید په ډله ایز ډول ورسره مقابله وکړو .
د پاکستان لومړي وزیر دغه راز زیاته کړې دملګروملتو له سرمنشي غواړم چې له اسلام د دښمنۍ له زیاتیدا سره دمقابلې او د دینونو ترمینځ دخبرواترود دودیدا په موخې سره دې یوه نړیواله غونډه ترسره کړي .
هغه په عین حال کې وئیلی دي ، په هندوستان کې له اسلامه دحکومتي ویرونې تر ټولو پراخه او بده هڅه کیږي . ددغه هیواد فاشیسټي رژيم ،په هند کې د مسلمانې ټولنې په ضد وحشت او تاؤتریخوالی خور کړی دی .
د پآکستان لومړي وزیر دخپلې ویډیوئی وینا په دوام کې ووئيل نوی ډیلی دنیواکي کشمیر په باب هم له همدې رودې یعني له اسلامه د ویرونې له رودې ناوړه استفاده کوي او د ۲۰۱۹ داګست په پنځمه نیټه ئې یو اړخیز او غیر قانوني اقدامات وکړل او د کشمیر رهبران او دینی عالمان او سوله ایز اعتراض کونکي ئې په کورونو کې بند اوپه وحشتناک ډول ئې وځپل ،چې باید نړیواله ټولنه په دې اړه هم راپورته شي او د جنایتونو او ظلمونو د دوام مخه ونیسی او که داسې نه وي ،نو سړي خواره به په دنیا کې هیڅوک په کرار او امن کې پرې نږدي او نړۍ به د تاؤتریخوالي او شخړو په لور وکاږي .