زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه پشمول ځیني سیمې نن سهار سختې زلزلې ولړزولې . وئيل کیږي هرنائي سیمې کې زیات شمیر کورونه په کنډوالو بد ل شوي دي او وئيل کیږي ، چې په دغې سیمې کې کابو شل کسان مړه او کابو درې سوه نور ټپیان شوي دي .
د کویټه او هرنائي په روغتونونو کې بیړنی وضعیّت اعلان شوی دی . په راپور کې وئيل شوي دي ، دزلزلې زیاتره ټکانونه په هرنائي ،کویټه ، قلعه سیف ا... او ځینو نورو سیمو کې محسوسې شوي دي . وئيل شوي چې دغه زلزله پنځه اعشاره نهه ریشتره وه په مځکې کې پنځلس کلومیټره لاندې وه او مرکز ئې هم له هرنائي سره نزدې ؤ . چې په دغې سیمې کې ئې ډير تاوانونه اړولي دي .
دبلوچستان صوبې دکورنیو چارو وزیر ضیا لانګو په وینا مرګي حاله ټپیان کویټه ته وړل شوي او د رملنه ئې روانه ده ، له زلزلې وروسته ایف سي ځواک او لیوي فورس هم سیمې ته ځانونه رسولي او مرستندویه چارې ئې پیل کړي دي .
دا هم وئيل شوي چې د مځکې د خویدو له امله دهرنائي او سنجاوي ستره لاره هم بنده شوې ده چې دپرانیسو چارې ئې روانې دي .
https://jang.com.pk/news/994904