IQNA

د زلزله ځپلوپاکستانیوخویندو وروڼو په غم کې شریک یوو او ورسره مرستو ته تیار

17:43 - October 09, 2021
د خبر لمبر: 3484766
تهران (ایکنا) – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  وئيلي دي ،ایران  د خپلو پاکستانیو غمجنو خویندو او وروڼو په  غم او درد کې برابر شریک  دی او  په دې اړه به   له مرستندویه اقداماتو هیڅکله هم ډډه ونه کړي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ایران خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان  بیګا  په یوه پیغام کې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې  د زلزلې  په باب د ایران د ملت او حکومت  د خپګان او همدردرۍ په  ښودلو سره  له خپل دوست او ګاونډي هیواد سره د هر ډول  مرستو  چمتووالی ښودلی دی .

امیر عبداللهیان  د  پآکستان   له ولس او حکومت  او دقربانیانو  له  کورنیو سره  د ایران داسلامی جمهوریت د ولس او حکومت   په غم کې شریک بللو سره  ددغه هیواد  له ولس سره د هر ډول مرستو  لپاره  بشپړ چمتووالی اعلان  کړ او وې وئيل ، ایران  د خپلو خویندو او وروڼو په  غم او درد کې برابر شریک  دی او  په دې اړه به   له مرستندویه اقداماتو هیڅکله هم ډډه ونه کړي .

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106640

captcha