IQNA

د ايران او افغانستان خصوصي برخه ګډ سوداګريز مرکز جوړوي

20:26 - December 22, 2021
د خبر لمبر: 3485157
تهران (ایکنا) -د غه هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې د‌ وزارت استازي او افغانستان د نندارتونونو عمومي رییس احسان ا...پذیر او دافغانستان د معادنو او صنایعو خونې عمومي رییس شیرباز کمین زاده ګډون کړی و.

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان او ایران تر مینځ د خصوصي سکتور د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د “سودا ګریز مرکز او نندارتون جوړولو” هوکړه لیک لاسلیک شو.

ويل شوي، چې دغه تړون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په موافقه د ایران د” بارکا تجارت” شرکت او د افغانستان د معادنو او صنایعو خونې د پخوانیو ناستو پر بنسټ لاسلیک شو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه هوکړه لیک د کار پیژندنې طرحه يې ارزولې او تایید کړې وه.

سرچينې زياته کړې، چې د غه هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې د‌ وزارت استازي او افغانستان د نندارتونونو عمومي رییس احسان ا...پذیر او دافغانستان د معادنو او صنایعو خونې عمومي رییس شیرباز کمین زاده ګډون کړی و.

د ایران له لوري دوی سره دغه تړون د” بارکا تجارت” دشرکت عمومي عامل مدیرې میرمن سمانه عبداللهی لاسلیک کړی دی.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i110050

captcha