ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د طالبانو د موقته حکومت د مشر مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په کابل کښې د افغانستان د مختلفو ولایتونو د اهل تشیع له استازو په کتنه کښې وویل: د طالبانو حکومت د ټولو ګډ کور دی او په اوسني نظام کښې به د افغانستان ټول قومونه ونډه ولري.
د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال زیاته کړه چې د افغانستان د شیعه مسلمانانو په غوښتنو او وړاندیزونو به غور وشي او په دې لړ کښې به د طالبانو د مشرتابه په سویه بحث وشي.
هغه هم داشان ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت د امنیت پر تامینولو سربیره، د افغانستان د خلکو د سوکالتیا او هوساینې ذمه دار هم دی.
د ویلو ده چې طالبانو چې د آګست په پنځلسمه نیټه د افغانستان د چارو واګې په لاس کښې اخیستې او موقته حکومت یې جوړ کړی دی، په دغه هیواد کښې یې د هراړخیز حکومت د جوړولو ژمنه کړې ده خو دغه ژمنه یې تراوسه نه ده پوره کړې.