ایکناخبری آژانس د تسنیم خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې داسلامی ایران مرستیال سفیر سید حن مرتضوي نن په کابل کې د طالبانو دموقته حکومت د کلتور او اطلاعاتو د وزارت له سرپرست مولوی خیر الله خیرخواه سره کتنه او خبرې اترې وکړې .
خیرخواه په دغې کتنې کې د افغانستان د ولس په ضد په تیره بیا په هنري او رسندوئي ډګر کې د لویدیځ پراخوکلتوري یرغلونو ته په اشارې سره ووئیل اوس وخت رارسیدلی دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول اسلامی هیوادونه، په مسلمانو ملتونو کې د ګډ اسلامی کلتور له لوړاوي سره دمرستې لپاره په پاکو او اسلامی کلتوری تولیداتو سره خپل اصلي مسئولیّت وپيژني او په دې زمینې کې د ملګرتیا په زمینې کې کې د افغانستان نوی حکومت بشپړ تیا دی .
په دغې کتنې کې مرتضوي هم په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون او نیواک ختمیدا ته په اشارې سره ووئيل ، د لویدیځوالو اساسی مشکل د یوه پتمن ملت دینداري ده چې توانیدلی په ایمان او پخپلې اسلامی ارادې باندې په تکیې سره ئې ، له خپل هیواده لویدیځي او ختیځي زبرځواکونه شړلي او د سوچه اسلام په سیوري کې د ژوند کولو لپاره ئې جهاد کړی دی .
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/10/11/2636134/دیدار-