ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو هم د کار دنړیوالو ادارو د خبرداریو په اساس،د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي، دتیر کال له اګست میاشت راهسې افغانستان له فلج شوي اقتصاد سره د کارکسب ډير موردونه له لاسه ورکړي او کاري ساعتونه ئې هم کم شوي دي .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي ، په تیره بیا میرمنو ډیر تاوانونه لیدلي او خپل کارکسبونه ئې له لاسه وتلی دي.اټکل کیږي،څو د روان میلادي کال تر مینځیوپورې د کارکسب له لاسه وتل نوره هم زیات شی او وئيل کیږي ،چې ممکنه ده دغه موردونه تر اوه لکو پورې ورسیږي . سره له دې له دې لابدتر وړاندیزونه شوي چې ممکنه ده ، دغه شمیره تر نهه لکه موردونو پورې ورسیږي .
ددغه راپور په اساس ،په افغانستنا کې له دې مخکې هم د میرمنو ګمارل له نړیوالو سټنډرډونو ډير لاندې وو،خو د کار نړیواله اداره اټکل کوي ، د ۲۰۲۱کال په وروستیو درو میاشتو کې دغه اندازه تر شپاړسو او د ۲۰۲۲کال ترمینځنیو پورې له یویشتو تر اته ویشتو فی صدو پورې رسیږي .