ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ناروې د کډوالود شورا مشر جان ايګلنډ وويل: په کابل باندې لګېدلي اقتصادي بنديزونه له بهر نه افغانستان ته د بېنکونو له لارې د پېسو په منتقلولو کښې د مشکلاتو د رامنځته کېدو سبب شوي چې په نتيجه کښې په دغه هېواد کښې ميلينونو خلقو ته د مرستو رسول له مشکل سره مخامخ شوي دي.
د ناروې د کډوالو د شورا په رپوټ کښې همدارنګ له امريکې او نورو مالي ادارو غوښتل شوي دي چې د افغانستان له مرکزي بېنک سره مرستې وکړي چې خپل بنيادي فعاليتونه بيا شروع کړي.
د اګست له مياشتې او اقتدارته د طالبانو له ستنېدو وروسته په افغانستان کښې نساني حلاتو ډېرسخت بدل شوي او طالبان دهېواد له فتح کولو وروسته له پېسو نه خالې خزانې سره مخامخ شول.
په رسميت نه پېژندنې، نړيوالې مرستې چې د افغانستان تقريباً اتيا فيصده بودجه تامينوله په ناڅاپه توګه وتړلې شوې.امريکې هم د افغانستان د مرکزي بېک نهه نيم ميليارډ ډالر شتمنۍ بندې کړې.
د ملګرو ملتو د اعلان له مخې په اوس حال کښې ۲۴ ميلين افغانان يعنې د دغه هېواد ۵۵ فيصده خلق د قحطۍ د ګواښ له خطر سره مخامخخوي.