IQNA

ایران د افغانستان د بریښنا په برخې کې پانګونه کوي

16:52 - February 07, 2022
د خبر لمبر: 3485381
تهران (ایکنا) - د ايران د برېښناکوټونو د پروژو د غږملتيا مشر په افغانستان کښې له کوئلې څخه د برېښنا په توليد کښې د پانګونې لپاره د ايران د چمتوالي خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د  ایران د بریښناکوټونو د پروژو غږملونکي مجيد شيرزي د طالبانو له  یوه مسول مقام ملا عبداللطيف منصور سره په کتنه کښې د انرجۍ د توليد په منصوبو کښې د تهران او کابل په ملګرتيا تاکيدوکړ.

عبداللطيف منصور هم په افغانستان کښې د انرجۍ په توليد او پراختيا کښې د ايران د پانګونې قدرونه وکړه.

دواړو خواو په دغه ناسته کښې د انرجۍ د توليد په برخه کښې د ايران او افغانستان د چارواکو ترمېنځ د غوندو د جوړول په دوام تاکيد وکړ.

دابه داسي حال کي دِ چي په افغانستان کې د طالبانو  له واکمنیدا وروسته  امریکا او اروپائي هیوادونو د افغانستان د مرکزي بانک  کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل کړي دي ، چې  دغې چارې د افغانستان  ولس په ډيرې تنګڅو کې ګیر کړی دی .

د ایران اسلامی جمهوریت له دې مخکې  هم  د افغانستان له ولس سره  دخپلو انسان دوستۍ مرستو ته دوام ورکړی او وئیلي ئې دي ، چې دغو مرستو ته به هماغه راز دوام ورکړي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i112054    

captcha