ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، ځیني غولیدلي او بهرنۍ رسندوئې تل هڅه کوي ، د مهاجرینو او د هیرمند سین داوبو په څير له موضوعګانو څخه په ناسمې استفادې سره،د ایران او افغانستان اړیکې خړې پړې کړي او په دې لاره کې په مختلفو پلموس ره ددواړو هیوادونو داړیکو په خرابولو پسې دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دې باب لیکلی دي ، ایران تل د میلیونونو افغان کډوالو ښه کوربه دی او تریوې مودې پورې چې د افغانستان لویدیځي شریکانو افغان ولس یوازې پریښود، او د دوي پانګې ئې کنګل کړې ، نو ایران یوازینی هیواد ؤ چې د افغانستان د ملت ترڅنګ ودرید.
په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، د دواړو ملتونو د پیوستون دښمنان ، په رسندوئي اقداماتو سره د لورو په ټکر پسې دي ، خو ددواړو ملتونو په هوښیارۍ سره درستې دسیسې شنډيږي .
داپه داسې حال کې دي چې د بی بی سی خبری سایټ ، د طالبانو ډلې د ویندوي ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي دي ، دایران حقابه موضوع حل شوې ده او که افغانستان کافی اوبه ولري،نو د ایران اسلامی جمهوریت به هم ورڅخه برخمن شي .هغه دغه راز روښانه کړې ده ،د افغانستان او د ایران د اسلامی جمهوریت ترمینځ اړیکې ډيرې ښې دي او په دغو ښو اړیکو خوښ یوو .
د طالبانو ویندوی همداراز د خبریالانو په ټول کې له افغانستانه د نشه ایزو موادو د قاچاق د موضوع په اړه د ګاونډیو هیوادونو اندیښنه ددرک وړ بللې او وئيلي ئې دي ،د طالبانو حکومت د نشه ایزوموادو د قاچاق مخنیوی ته ژمن دی،البته افغان کروندګر له اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي او ددې په ځاي د بل فصل دکر دزمینو له برابریدا پرته،افغان کروندګر د کوکنارو له کره نشي منع کولی