ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت د پولیسو د پوله ساتونکي ځواک قوماندان سردار احمد علی ګودرزي د سرخس ولسوالۍ د سرحدي یونټ دلیدو په وخت د هیواد په پولو کې کې دامنیت وضعیّت ته په اشارې سره ووئيل ، د ایران پوله ساتونکي د هیواد څه دپاسه اته زره اوه سوه پنځه پنځوس کلومیټره سمندري او مځکنۍ پولې ساتي او په پولو کې د سرحدي ځواک شتون ، د هیواد د نیالګي ساتلو لپاره دی .
سردار ګودرزي زیاته کړې، دایران دپولو امنیت نن سبا ، په بشپړ ډ ول تل پاتې دی او په پولو کې اوسیدونکي د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راهسې تر دې دمه د هیواد دپوله ساتونکو ملاتړي دي او د ایران سرحدي ځواک هم په نه انکاریدونکي روحیې سره دهیواد ساتنه کوي .
د ایران دپولیسو سرحدي ځواک قوماندان ټينګار کړی ، د وسلوالو اشرارو په وړاندې،پیاوړي او قاطع دي او په دې لړ کې هغه تجهیزات او امکانات چې د ایران د پوله ساتونکو په اختیار کې ئې ورکړي دي ، هم دډاډ او تکیې ود دي او امنیت ساتل ورسره آسان شوي دي .