ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د ملګروملتو دبشردوسته چارو ځاي غږملونکي رامیز آلاک یاروف نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل په افغانستان کې د لومړنیو خوراکی موادو ته ضرورت لرونکو شمیر په تیرجولائي کې څوارلس میلیون ؤ او په مارچ میاشت کې دغه شمیر درویشت میلیون کسانو ته رسیدلی دی او کورنۍ ئې مجبوره کړي دي څو نهیلی کونکو اقداماتو ته مخه کړي .
هغه زیاته کړې ده ، د نه منلو وړ راکړه ورکړه او بیّو بې اندازې زیاتیدا ،د موجودو دډول ډول خوړو د کمیّت او کیفیت د ټيټیدو لامل شوې او د سړیو ،ښځو او ماشومانو پر بدني او نفسیاتي سلامتیا ئې ډيرې اغیزې شیندلی دي .
د ملګروملتو دغه چارواکې همداراز ټينګار کړی،چې پنځه نوي افغانان کافی خواړۀ نه لري او دغه شمیر د کورنیوپه سرپرستو میرمنوکې تقریبا سل فیصدو ته رسیدلی دی .
آلاک باروف په یوه عکس کې په ناوړه خوړو ککړوماشومانو څخه د روغتون یوه ډکه برخه انځور کړې ده چې ډیری یو کلن ماشومان ئې د شپږو میاشتو نوزیږو هومره وزن لري او ځیني دومره کمزوري دي چې د خوځيدو طاقت هم نه لري .
هغه ټينګار کړی د ملګري ملتونه او شریکان ئې چې هر کار کولی شي،په افغانستان کې دلوږې او ناوړه خوړو داغیزو د کمیدا لپاره ئې کوي او ټولنې ته د خوندي ساتلو او د معیشت د ساتلو لپاره لازم آوزارونه ورکوي .
هغه په عین حال کې ووئيل د افغانستان له ۳۴ولایتونو څخه په ۲۸ولایتونو کې د ناوړه خوړو اندازه ډیر ه لوړه ده او څه دپاسه درې اعشاریه پنځه میلیون ماشومان د تغذئې معالجې ملاتړ ته ضرورت لري .