ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړپه افغانستان کې د نوروز او نوي لمریز کال له رارسیدو سره په یووخت،روئيټرز خبری آژانس د طالبانو د چارواکو له قوله راپور ور کړی، د کب دمیاشتې په لومړۍ اونۍ کې درستې چټیانې ختمې شوي اودرست کارکونکي او محصیلین باید خپل کار او درسونو کې حاضر شي .
په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ویندوي محمد یونس صدیقي وئیلی دي، په دې اونۍ کې به د نوي کال د لمانځلو لپاره هیڅ رسمي چټي نه وي .
د طالبانو د اطلاعاتو د وزارت د خپرندویه برخې مشرعبدالاحد عماد هم ووئيل مونږ په رسمي توګه نوروز دستورې نه لمانځو ، البته که ولس وغواړي ، خصوصي جشنونه ولمانځي ، نو مونږ ئې مخه نه نیسو .
ملګروملتو ، د ۲۰۲۰کال د فرورۍ په درویشتمه نیټه ، په یوه پریکړه لیک کې چې دایران داسلامی جمهوریت او د نوروز دحوزې د نورو یو شمیر هیوادونو په نوښت سره وړاندیز شو ، دهرکال مارچ یویشتمه نیټه دنوروز نړیواله ورځ نومولې ده ا و له هیوادونو ئې غوښتي دي په دې مناسبت دې د مختلفو دستورو په ترسره کولو سره دغه ورځ ولمانځي او دود ئې کړي .