IQNA

د چین د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته لاړ

18:01 - March 24, 2022
د خبر لمبر: 3485588
تهران (ایکنا) -  د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» په پاکستان کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې له ګډون وروسته په افغانستان کې  د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره د کتنې لپاره کابل ته رسیدلی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان خبري سرچینو نن وویل د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي په کابل کښې د چین د باندنیو چارو د وزیر وانګ یي هرکلی وکړ .

کابل ته د چین د خارجه وزیر وانګ يي  دغه سفر د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې له ترسره کیدا یوه(۱) اونۍ مخکې ترسره شوی کومه چې د چین په کوربه توب سره ترسره کیږي .

د افغانستان د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي احمد یاسر وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی .

دا د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته افغانستان ته د چین د یوه لوړرتبه چارواکي لومړنی سفر دی .

د چین خارجه وزیر په پاکستان کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو د غونډې د پرانیستلو په مراسمو کښې ویلي وو چې پیکینګ د افغانستان د خلکو د انتخاب درنښت کوي او پراخ بنسټه حکومت ته د افغانستان د رسیدا ملاتړ کوي 

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i113812

captcha