IQNA

د طالبانو موقته حکومت دې د افغان ولس واقعي ضرورتونو ته خاصه پاملرنه وکړي

17:00 - March 30, 2022
د خبر لمبر: 3485616
تهران (ایکنا) -د ايران او پاکستان خارجه وزيرانو هيله څرګنده کړې د طالبانو موقته حکومت به په ټولو سياسي، اقتصادي او اجتماعي ډګرونو کښې د افغان ولس واقعي ضرورتونو ته خاصه پاملرنه وکړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ايران او پاکستان خارجه وزيرانو حسېن امير عبداللهيان او شاه محمود قرېشي نن د چين په تونشي ښار کښې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د دريمې غونډې ترڅنګ  په کتنه کښې له افغان ولس سره په مرستو کښې له نړيوالو ملګرتياؤ په ملاتړ سره چې له ګاونډيانو سره د افغانستان د تعلقاتو د پراختيا او د خلقو د ژوند د حالاتو سبب کيږي د ځينو فېصلو په سست بهير اندېښنه څرګنده کړه.

د ايران او پاکستان خارجه وزيرانو همدارنګ له تعليم څخه د افغان جينکو بې برخې کول نااميده کؤنکې چاره وبلله او دا ډول اقدامات ئې له خلقو او نړيوال مشروعيت څخه د طالب واکمنې ډلې د لیرې کېدو سبب وبلل.

امير عبداللهيان او شاه محمود قرېشي د ايران او پاکستان د تعلقاتو د پراختيا له بهير څخه هم هرکلے وکړ او موافقه يې وکړه چې په روان کال کښې به د لوړې سطحې ليدنې کتنې ترسره شي او په لومړي فرصت کښې به د اقتصادي ملګرتياو ګډ کمېشن جوړ شي.

دواړو خارجه وزيرانو همدارنګ زر تر زره له پوله ايزو بازارچو  سره په اړونده موافقې هم ټينګار وکړ.

دواړو لورو په دوام کښې د اېټمي موافقې د خبرو اترو د وروستي حالت په بيانولو سره د باقي پاتې مشکلاتو هواری د امريکائي لوري له ارادې سره تړلی وبلۀ. امير عبداللهيان په يوکرائن کښې د مشکلاتو د حل لارې په توګه د جنګ په ردولو سره د جنګ د مخنيوي، له اوسني حالته د وتلو او د يوکرائن له خلقو سره د بشردوستانه مرستو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارتي هلو ځلو ذکر وکړ چې پاکستاني لوري ئې ستائنه وکړه.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114110

captcha