IQNA

د پرَدیو په لاس کنډواله افغانستان د خیرات په پیسو سره نه آبادیږي

17:20 - March 30, 2022
د خبر لمبر: 3485618
تهران (ایکنا)- په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت مرستیال لومړي وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل اوس پوهه شوم چې دخیرات په پیسو سره جنګ ځپلی افغانستان  نه آبادیږي .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت دلومړي وزیر مرستیال ملاعبدالغني برادر چې د افغانستان شمال ته ئې سفر کړی،په بلخ ولایت کې ئې په؛قوش تپه ؛ولسوالۍ کې دیوې پروژې په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل د افغانستان مشکلاتو اوترینګلتیاوې دومره ډيرې دي چې  د خیرات په پیسو سره  دا جنګ ځپلی هیواد نشي آبادیدلی .

ملابرادر په دې خبرې کولو سره چې دطالبانو حکومت  دسترو اقتصادي پروژو اجرا ته ژمن دی ووئیل،د سترو اقتصادي پروژو پرانیسته د مونږ په لومړیتوب کې ده او په نزدې راتلونکي کې به نوره  سترې پروژې هم افتتاح شي .

 د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي  ټينګار کړی، چې  طالبان اوس پوهه شول  چې افغانستان دنورو دخیراتو په پیسو سره نه آبادیږي،نو په همدې خاطر طالب مشران  په لاس کې موجودو  امکاناتو ته توجه لری څو ورڅخه په سمې استفادې سره ،د نورو له خیراته  نجات ومومو.

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر ووئيل ، ددغې پروژې په  اجرائي برخې کې د ولس دملګرتیا غوښتونکي یوو .باید ولس هم لاس په کار شي،څو په ګډه دغه کنډواله هیواد بیرته آباد کړو او په سوکالۍ او آرامښت  کې ژوند وکړو.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/01/10/2688564/معاو 

captcha