تهران (ایکنا)- د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف دمینځنۍآسیا هیوادونو ته د ترهه ګرۍ د خوریدا او د سپيرو فعالیتونو د زیاتولو لپاره د داعش جنایتکارې ډلې د پروګرامونو په باب د روسیې د اندیښنې خبر ورکړ .

ایکناخبری آژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن د چین په تونشي ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په دریمې غونډې کې پخپلې وینا کې ووئيل ، مونږ په تیره بیا د داعش د پروګرامونو او رسویې او د مینځنۍ آسیا دنورو هیوادونو د بې ثباته کولو لپاره د دوي د تابعو ډلو په اړه اندیښمن یوو .
لاؤروف همدرااز دافغانتسان، تاجیکستان ،ازبکستان او قرقزستان له پولو سره نزدې د داعش د یونټونو دپه تمرکز اندیښنه څرګنده کړې او وئيلی ئې دي ، په سورئې او عراق کې ددغې جنایتکارې ډلې له سپيرې ماتې وروسته دنړۍ نورو هیوادونو ته د دوي د رسولو هڅه کیږي ، چې ډيره د افسوس خبره ده او باید ددغه شان هڅو مخه ونیول شي .