ایکنا- (تهران) د ایران داسلامي جمهوریت دسرې میاشتې د روغتیائي ،درملنې او د پرکټو د برخې مرستیال پيمان نامدار په مشرۍ د دغې ټولنې مرستندویه کاروان افغانستان ته په رسیدو سره ددغه هیواد چارواکو ته وسپارل شو .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،پيمان نامدار افغانستان ته په رسیدو سره د د طبیعي پیښو په چارو کې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت له استازي مولوی شمس الدین حقیار سره په زلزله ځپلو سیمو کې د خدماتو د وړاندې کولو د څرنګوالي او د راتلونکو شپو ورځو په باب بحث او د نظر تبادله وکړه .
طالبانو له نړیوالو څخه د مرستې په غوښتې سره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له ولس سره دې د انسان دوستۍ د مرستو لیږد او دمرسته رسونې چارې له سیاسی کولو ډډه وکړي .