IQNA

په قرآن  کې شخصیّتونه[1] 

آدم ؛لومړنی انسان یا لومړنی پیغمبر؟

15:43 - June 26, 2022
د خبر لمبر: 3485924
ایکنا-(تهران) ؛حضرت آدم علیه السلام ، د اوسنیو انسانانو پلار دی  او لومړنی پيغمبر دی. لومړنی انسان ،لومړنی پيغمبر شو  څو انسان هیڅکله له هدایت پرته  پاتې شي .

آدم ؛لومړنی انسان یا لومړنی پیغمبر؟حضرت آدم (ع) دبراهیمي دینونو دعقیدې په اساس ، د اوسنیو درستو انسانانو پلار دی  د اسلامی روایتونو په اساس، آدم (ع) لومړنی انسان نه دی  چې د مځکې پر مخ ئې ګام کیښوددلی ،بلکې  له هغه مخکې هم داسې انسانان وو ، چې نسل ئې له مینځه تللی دی .اوسنی انسانان چې د حضرت آدم علیه السلام له نسله دي ،له مخکینیو  انسانانو سره هیڅ ارتباط نه لري .

قرآن کریم ،آدم دخداي لومړنی غوره  شوی معرفی کوي ،انَّ اللهَ اصطَفیَ آدَمَ وَنُوحاٌوَ آلِ ابراهیمَ(د آل عمران سوره آیت 33)  او همداده  چې  مسلمانان کله  غواړي ، د نبوت پيل او پاي وښئ،نو له آدمه تر خاتم :پورې  عبادرت کاروي .په پيغمبرۍ د آدم لومړني غوره کیدا ښئ چې خداوندمتعال انسان هیڅکله هم له هدایت پرته  یوازې نه دی پریښودلی . د ؛آدم؛ نامه دقرآن په نهو سورو کې  25 ځله راغلې ده . په قرآن او  اسلامی روایتونو کې آدم د ابوالبشر(د انسان پلار)،خلیفة الله( دخداي جانشین) او د صفی الله(د خداي غوره شوی ) په څير په لقبونو اوصفتونو سره پيژندل شوی دی.

   په یوه آیت کې د له خالصو خَټوڅخه د هغه پنځيدا ته اشاره شوې ده .؛وَلَقَد خَلَقناالاِنسانَ مِن سَلالهُ مِن طین :(مومنون سوره 12) . دغه راز په یوه بل آیت کې  هم وئيل شوي دي ، چې  انسان  له يوې بدبودارې نطفې څخه پنځول شوی دی ؛وَلَقَد خَلَقنا الانسانَ مِنَ صَلصالِ مَنَ حّماء مَسنُون(الحجر-26)

دغه آیتونه په حقیقت کې  د آدم د بدن د پنځیدا مختلفو مرحلو ته اشاره کوي . هغه په پيل کې خاوره ؤ، بیا د خَټې په شکل کې شو، وروسته  په بدبودارې خَټې بدل شو ، بیا خټه سره واغښل شوه په نهایت کې د یوه وچ شوي جسم  په شکل کې ښکاره شو.

 پر دې اساس ، حضرت آدم علیه السلام ، د جسم او روح له دوو شیانو جوړ شوی دی : خداوند متعال لومړی د هغه جسم وپنځوه  او بیا ئې  په هغه کې خپل روح پوو کړ او هغه ئې ژوندی کړ . د انسان پنځیدا،  په ترټولو ښه شکل کې ترسره شوې ده.

؛ لَقَد خلَقا الاِنسانَ فی اَحسَنِ تَقویم (د تین سوره -4)  او  انسان یوازینی موجود دی چې خداوندمتعال د هغه له پنځيدا وروسته ، ځان ته آفرین وئيلی او ځان ئې ستایلی دی ؛فَتَبارَکَ اللهُ اَحسَن الخالِقیَن: (مؤمنون-14)

د قرآن مجید په یوه آیت کې  د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زیږیدا کیسه، د پنځیدا له پلوه ، د آدم د کیسي  په څير بلل شوې ده ،؛ اِنَ مَثَلَ عیسیَ عِندَاللهِ کَمَثَلِ آدَمَ خَلَقةُ مِن تُرَابِ ثُمَ قَالَ لَهُ کُن فَیَکُون (د آل عمران سوره-59 ) 

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* :