IQNA

په مزارشریف کې د امام حسین ویر او ماتم په پرتم سره ترسره کیږی

8:01 - August 06, 2022
د خبر لمبر: 3486070
ایکنا-(تهران)د افغانستان په مزارشریف کې د محرم  الحرام په شپو ورځو کې مرثیې او  ماتم ډير په پرتم سره ترسره کیږي او دامام حسین علیه السلام په زرګونو مینه وال دیوه بل ترڅنګ  دکربلا دشهیدانو یاد لمانځي اوویر او ماتم کوي .

ایکناخبری اژانس راپور راکړ،په هغو دستورو کې چې دافغانستان په مزارشریف کې د محرم په شپو ورځو کې ترسره کیږي،ویناوال دحضرت امام حسین علیه السلام د  قیام او پاڅون دفلسفې  او د محمدي اسلام د احیاء لپاره د قربانۍ  په باب خبرې کوي او دا چې د امام حسین علیه السلام د  آزادي بخښونکي مکتب په وړاندې د  هرمسلمان رسالت او دنده څه ده،دخلکو فکر روښانه کوي.

 د افغانستان یو روحاني او دینی عالم حجةالاسلام  سید سجاد عالمي، ددې موضوع په باب پخپلې وینا کې وائي ، دعاشورا پیغام دا دی چې  انسانان  له هر ډول کړاؤ او ظلمونو له پيټي وژغورل شي او آزادي ترلاسه کړي.  دې ته په پام سره چې  ددغې لارې په سر کې،امام حسین علیه السلام  دی،مونږ دهغه بزرګوار د پیروکارو په توګه باید  دې موضوع ته پام وکړو چې امام بزرګوار دخپل ژوند په اوږدو کې څه شي ته اهمیّت ورکاوۀ او  د بیلګې اونمونې په توګه ورڅخه  استفاده  وکړو.

 له هغه شوق او ولولې اوپرتم سره سره چې حسینی عزادار ئې ددغو دستورو دترسره کولو لپاره لري، ددغو دستورو دامنیت په باب  اندیښنې هم هماغه شان شته دي  او له امنیتي ځواکونو غواړي چې دمحرم د میاشتې د غمجنو د ستورو د ترسره کیدا امنیت دې تامین کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4075709

captcha