IQNA

د حسینی اربعیّن د پياده روئ دینی او کلتوري ظرفیّتونه(مقاله)

8:20 - September 07, 2022
د خبر لمبر: 3486174
ایکنا-(تهران)د حسینی اربعیّن  د پياده روئ دستورې  له هر څه زیات د اسلامی ملتونو اوحکومتونو دنزدیکت لپاره د مذهب له عنصره د استفادې او ددغو دستورو  د کلتوری ظرفیّتونو ښودنه کوي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د حسینی اربعیّن د پياده روئ یا لاریون مخینه وروستیو کلونو سره اړونده نه ده، بلکې په شیعیانو کې د اهل بیت علیهما السلام له وخت راهسې د اربعین په شپو ورځو کې  دکربلا په لور  لا ریون یا پیاده روي دود  شوې ده او حتی د بنی امیه ّؤ او بنی عباسو د حکومتونو په ساډوبی او استبدادي پړاؤنو په اوج کې  هم شیعیانو دغه پیاودی روئ او لاریونونه  کول. اوس د حسینی اربعیّن لاریون په نړۍ کې په یوې بې مخینې غونډې  او نړیوالې پيښې بدل شوی دی.

دامریکا هافینګټن پوسټ ورځپاڼې ددغو دستورو د لویوالي اوعظمت په باب لیکلی دي،هغه بې وځله  او فقیران چې خواړۀ ورکوي،هغه پرکوَټ چې لسګونو کلومیټره لاریون کې پلي ځي، هغه کابو اوه میلیون  خوراکونه چې د عادی او معمولا دفقیرو خلکو  په وسیله  په ټول کال کې په بچت کولو سره  د اباعبدا.... الحسین زیارتوالو ته وړاندې کوي.پر دې سربیره په حسیني زیارتوالو او موکب  جوړونکو کې  د تواضع، مینې ،عشق ،سخاؤت ،سرښیندنې مهربانۍ عزت  او احترام  په څير ځانګړنې،د حسینی اربعیّت په شپو ورځو کې په اوڅاره توګه ترسترګو کیږي.

د حسینی اربعیّن د بې مخینې او ولولناک لاریون یوه مهمه وړتیا او ظرفیّت په عین ډولوالي کې د وحدت  نندارې ته وړاندې کول دي. حسینی اربعیّن، په  مختلفو ،دینونو،مذهبونو،ژبې،رنګ اوتوکم،کلتورڅخه د انسانانو یوه لويه  او میلیوني ټولګه په مقناطیسي جاذبې سره  دځان په لورکاږي.د حضرت امام حسین علیه السلام  او دهغه غورځنګ لارې ته معتقد  مسلمانان د اربعیّن میلیوني لاریون سره یو ځاي کیږي او  له نړیوالو سره د خبرو باب پرانیزي،ځکه چې اربعیّن د خبرواترو لپآره په یوه ځاي بدل شوی دی چې چورلیز ئې د حضرت امام حسین علیه السلام پیغام دی چې  دعدالت غوښتې  او د سولې او آرامښت د ټينګیدا لپاره  شهید شو.په دغه ولولناک لاریون کې په مختلفو ژبو اوګروهنو  اوعقیدو سره خلک  په یوې لاره او مټ په مټ ځي،حال دا چې پخپلو کې سره هیڅ پيژندګلوي هم نه لري. که څه هم   حسینی اربعّین مشخصا د شیعیانو یولړدستورې دي،خو سنیان،حتی مسیحیان، ایزدیان، زرتشتیان او دنورو ملیّتونو اودینونو خلک هم  د زیارتوال په توګه او د زیارتوالو د خادم په توګه  په دغو دستورو کې ګډون کوي.په داسې حال کې چې د حسینی اربعَین  دزیارتوالو اصلي نفوس  دعرقا له هیواده دي ،دعراق چارواکو په دغو لویو دستورو کې د نړۍ د اتیاؤ هیوادونو دزیارتوالو شتون تائيد کړی دی .خلک،له زنګ،نسل،توکمه ورتیر، حسین ابن علی د دین او مذهب له حدودو او پولو ورآخوا،د آزادۍ او سرښیندنې هراړخیزه بیلګه  ګڼي.

پر دې اساس،اربعیّن یو له دین او مذهب او ملیّته ورآخوا دستورې دي  چې هویّتي پولې ئې تر شا پریښودلي دي او د اعتقادي اوکلتوری مشترکاتو یوه ټولګه ئې په یوه پلیټ فارم کې  سره یو ځای  کړې ده چې همدغه چاره پخپله   د زیارتوالو د فکری او معنوي بلوغت  او ودې لامل کیږي. 

 پر دې اساس  دحسینی اربعیّن دغه میلیوني او لویه اجتماعباید د اسلامی امت  دیوې بیلګې  په توګه په نظر کې ونیول شي .

 واقعیت دا دی چې  داربعیّن  دلاریون جنس او ډول مختلف دی،دحسینی اربعیّن لاریون،کوم انقلابی حرکت نه دی،خو  په ذات کې ئې خوځندوالی شته  دی . ددغه خوځندوالی  جنس داسلام دپاک دین  او دحسینی عاشورا ژوندي ساتل  او په شیعیانو په تیره بیا د ایران په مسلمانانو کې ددین پالنې او معنویّت دعنصر ژوندي کیدل دي .خداوندمتعال،د هغه حقه ژمنو په وړاندې چې حق پالو اوحق غواړو ته ئې ورکړې،نصرت او مرسته ئې د یوې معجزې په چوکاټ کې یا د اهل حق په قسمت کې  ډالۍ کوي  او اربعین  هم هغه  که په عبادي او زیارتي بڼه کې وي او که  دمناسکو په ډول کې وي،دیوې الهي معجزې مرستې ګڼل کیدلی شي  چې دحق غوا ړو او حق پالو  دجبهې په ضد د کفر او استکبار دجبهې د یرغلونو دسختوالي او زیاتوالي له نظره په یوې شاید ډيرې نادرې زمانې کې یو نوی زیږون  وي او ځان ئې  له تاریخ او سنته ژغورلی  او د وخت او ځاي په اساس جاري شوی دی ،ترهغه ځایه چې  زړونه ئط  دمځکې او زمانې  له پولو  ورآخوا له حسیني سرۀ عقلانیّت سره  یو ځاي کړي او دوي  ئې  د دښمنانو د ویرؤنکو او ویجاړونکو توفانونو  په وړاندې  سره یو موټی کړي ، داسې چې زیاتره یوه زړتوب او یوه ذات په څير  کیږي او له یوې پاخې جرړه ایزې تجروبې څخه راپورته شو  یو پوه  اوځير اتحاد او وحدت  تجروبه کوي .

captcha