IQNA

15:53 - September 16, 2022
د خبر لمبر: 3486227

 د  حسینی اربعیّن په درشل کې د حسینی عاشقانومیلیوني اجتماع(انځورونه)

 ایکنا-(تهران)د کربلا مقدس ښار،حسینی اربعین ته لا یوه ورځ پاتې ده چې له میلیونونو هغو زیارتوالو ډک دی چې دعراق له ګوټ ګوټه او د نړۍ د هیوادونو له لیرې پراتو سیمو ورغلي دي،څو له امام حسین علیه السلام په مینه والو کې شامل شي.

 د  حسینی اربعیّن په درشل کې د حسینی عاشقانومیلیوني اجتماع(انځورونه)

ایکنا خبری آژانس  دالفرات نیوز له قوله راپور راکړ،د عراق رسندویو او ټيلیويژني چینلونو او ټولنیزو چینلونود حضرت امام حسین علیه السلام  او د حضرت ابوالفضل العباس علیه السسلام په سپيڅلو حرمیّن او بین الحرمّین کې د میلیونونو حسیني زیارتوالو د میلیوني شتون تصویرونه خپره کړي دي  چې د میلیونونو  حسینی مینه والو مینه  او عشق ئې نندارې ته وړانې کړی دی .

دغه تصویرونه د پنجشنبې ورځې له ماښام سره اړونده دي  اود حسینی اربیعن په درشل کې دمیلیوني مینه والو د شتون ښودنه کوي.

په دې لړ کې دعراق دامنیتي رسندوئي مرکز مشر سردار سعدمعن ووئيل، چې سږکال د حسینی اربعیّن  دګډون کونکو زیارتوالو شیمر له ۲۰۰۳ کاله راپه دې خواتردې پورې دحسینی زیارتوالو،لازیات شمیر ښودل شوی دی.

هغه زیاته کړې ده ،دمشترکه عملیاتو قوماندانۍ تائيدوي چې د حسینی اربعّین په دستورو کې هیڅ ډول امنیتی شخړه یا  دلارو تړل کیدا یا ټریفګ،چې د ګاډو په تګ راتګ ئې اغیزې شیندلي وي نه ده ثبت شوې .

د پنجشنبې ورځې د ناوخته ولولناکو اوپرتمینو میلیون شتون اودستورو په باب یو انځوریز راپور هم ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4085906/%D8%A

captcha