IQNA

د حسینی اربعیّن لاریون د یوې معجزې په شان یوه تاریخي ننداره ده

14:15 - September 17, 2022
د خبر لمبر: 3486233
ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د حسنیی اربعیّن په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل،د عراق دحسینیب اربعیّن په ولولناک لاریون کې د کابلو شل میلیون حسینی زیارتوالو شتون د یوې معجزې په شان او دعراقیانو دمیلمه پالنې یوه غوره صحنه او لویه تاریخي ننداره ده.

ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د سید حسن نصرالله  دغه وینا، نن د لبنان په ختیځ بعلبک ښار کې د حسینی اربعیّن  د هغه لاریون  وروسته د یوه ویډیوئي کنفرانس له لارې وړاندې شوه چې د لبنان دحزب الله ولسي غورځنګ ئې له ؛الجبلي چوک څخه د سیده خوله علیها اسلام  تر مقام پورې  دمنظمیدا مسئولیّت په غاړه درلود.

سید حسن نصر الله  په دغو دستورو کې حسینی عزادارو ته په خطاب کې ووئيل؛خداوندمتعال  دحسینی اربعیّن په مناسبت دتاسو دغه عزادرائ او لاریون پخپل درګاه کې قبول ومنظور وګرځوي،حضرت امام  جعفر صادثق علیه السشلام  د حسینی عزادارو او هغو کسانو لپاره چې د اربعیّن په پلي لاریون کې ګامونه پورته کوي دعا کړې او فرمائيلي ئې دي؛دغه د  لمر له ګرَمۍ سوځيدلي مخونه   او دغه بدنونه چې د مونږ د نیکه اباعبدالله الحسین دقبر په خاورو موښل کیږي  او دغه سترګې چې  له مونږ سره دزړه سواندئ په خاطر اوښکې وروي  او دغه زړونه چې  دمونږ دمصیبت په غم کې بې تابه او غمجن دي او دغه چغې اوژړاګانې چې دمونږ لپاره کیږي،پخپل درګاه کې قبولې کړي او خپل رحمت  دې پرې ووروي ، تاسو ټول خوئيندې او وروڼه  د امام بزرګوار په دغې دعا کې شریک ئۍ :::

هغه زیاته کړه،د حسینی اربعیّن یو تر ټولو مهم عبرت دا دی چې  مومن له هغو درستو مصیبتونو سره سره چې لري ئې  او په غو  ټولو شرائطو کې چې دهغو لپاره پيښږي،ناامید نه کیږي،ځکه په خداي او د په الهي وعدې ایمان لري.

د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي همدرااز روښانه کړه دحسینی اربعیّن میلیوني لاریون ښئ چې  دعراق  له داخل او بهره کابو شل میلیون حسنیني زیارتوال د زرګونو کیلومیتر فاصله کچ کړې اوپه څه دپاسه پنځوس درچې تودوخې کې د کربلا په لور خوځيدلي ، دا یوه لویه ښکارنده ده چې هیڅ یو حکومت او نړیواله موسیسه ورڅخه ملاتړ نه کوي.

هغه په دوام کې ووئيل ، په دوي کې هیڅوک د تفریح او ټور لپاره نه ورځي ،بلکې دحسین علیه السلام شل میلیون  عاشقان او مینه وال دي چې پلي لاریون کوي څو د یوه داسې شخصیّت  دقبر زیارت وکړي چې  په تږو شنډوسره شهید شوی  او  دا د یوې معجزې په شان دی.

سید حسن نصر الله  ټينګار وکړ،دعراقیانو  له لویانو رانیولې تر ماشومانو پورې او له مسئولانو رانیولې تر غیر مسئولانو پورې ټول دحسینی زیارتوالو په خدمت کونې او کوربتوب کې یوه تاریخي او لویه  ننداره وړاندې کړې ده، داپه داسې حال کې دي چې نړیوالې رسندوئې دغه لوئې ښکارندې او میلیوني لاریون ته هیڅ پوښښ نه ورکوي چې دا د مظلومیّت او  غربت  یوه نښه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4086051/%D

captcha