ایکنا خبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمدخان د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا په چورلیزتوب سره داسلام اباد په کوربتوب سره دپاکستان افغانستان ددیني عالمانو دوهمه غونډه ترسره شوې ده.
منصور احمد خان زیاته کړې ده،ددواړو هیوادونو دعالمانو په دغې ناستې کې دپاکستان او افغانستان داصلی چیلنجونو او ددواړوهیوادونو داړیکو د پیاوړتیا په باب خبرې شوي اوتعامل ئې د مشکلاتو دحل لپاره مناسبه حل لاره بللې ده .
هغه دغه راز ووئيل په دغې ناستې کې ئې وړاندیز کړیڅو ددواړو هیوادونو ترمینځ رسمي تعامل باید د پاکستان او افغانستان د فکر دکوټو ،رسندویو او په تیره بیا د دینی عالمانوترمینځ په منظم تعامل سره بشبړشي.
دغه غونډې په داسې حال کې ترسره کیږی، چې په تیر یوه کال کې د پاکستان سرحدي ځواک او طالب ځواک په کرتو سره ښکر په ښکر شوي دي.
د روان لمریز کال د زمری یا اسدد میاشتې په وروستیو کې هم طالبانو دکندهار دمهمې غونډې په پریکړه لیک کې چې ملاهبت ا... اخوندزاده هم پکې شتون درلود،په ډاګه په امریکا او پاکستان اتمام حجت کړی او دوي ئې په رټونکو او ورته اقداماتو او بیا ډغرې ګواښلي وو.