ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي دپاسپورټ لوی ریاست په پام کې لري چې،مراجعینو ته د لا ښه او معیاري خدمتونو د رسولو په برخه کې ددې ادارې په تخنیکي او تجهزیاتي توکو کې یو څه مثبت بدلونونه راولي.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ دطالبانو د کورنیو چارو وزارت په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،د پاسپورټونو دجوړړولو د تجهیزاتو دبیرته رغولو چارې تریوه حده وخت ته اړتیا لري او ډير زر به دغه چارې بشپړ شي او د پاسپورټونو ویشل به بیرته زر پیل شی.
د افغانستان د طالبانو د پاسپورټونو د ادارې مشر عالم ګل حقاني څه موده مخکې وئيلي وو،دغه اداره د ځينو امنیتي مشکلاتو په دلیل تړل شوې ده او له ضروري تابیاؤ وروسته به بیرته پرانیستل شي . په عین حال کې له فغانستانه د بهر تلو او دپاسپورټونو د ترلاسه کولو غوښتې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي.