IQNA

د مراکش او فرانسې د قټپال په سیالۍ کې پرپيغغمبر(ص)د صلواة استولو کمپاین په اوج کې دی

6:56 - December 14, 2022
د خبر لمبر: 3486597
ایکنا-(تهران) د اسلام دګران پيغمبر(ص)په شان کې د سپکاوي کارټونونو څخه د  فرانسې د ولسمشر د ملاتړ په غبرګون کې

 د ټولنیزو چینلونو ډيرو فعالانو،د قطر په نړیوال چام کې د مراکش او فرانسې دفټبال ټیمونو په سیالۍ کې د صلواة آيئډیامطرح کړې ده.

ایکناخبری آژانس د المجتمع خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلام د ګران پیغمبر(ص) او اسلام په شان کې د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون د سپکاویو په غبرګون کې د سټیډیم په پلیټ فارمونو  کې پر پیغمبر(ص)د صلواة د استولو لپاره یو کمپين مطرح کړی د ی.

د فرانسې ولسمشر نن ماښام د قطر په دوحې کې د مراکش او فرانسې د لوبې  یو کتونکی دی.

د ټولنیزو چینلونو کارؤنکو له مسلمانو اوعربو  نندارچیانو غوښتي دي څوپر پیغمبر اکرم باندې د صلواةپه استولو سره  نړیوالو ته پیغام ورکړي او په عین حال کې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د فرانسې د ولسمشر په اقدام غبرګون وښئ.

د اسلام د ګران پیغمبر(ص)د مرستې نړیوال تنظیم عمومی منشي محمد الصغیر او  دمسلمانو عالمانو د ټولنې عمومی منشي  علی قره  داغي هغه پيژندل شوي شخصیّتونه دي چې ددغه کمپاین په باب ئې دخپلو ټولنیزو پیغامونو په خپرولو سره غبرګون ښودلې او له دغه کمپاین څخه ئې بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې د فرانسې ولسمشر آمانویل ماکرون د پيغمبر(ص)په شان کې د سپکو کارټونونو له خپریدا په ملاتړ او په اسلام په حملې پسې د اسلامی نړۍ غوسه راوپروله، داسې چې د ماکرون په دغه اقدام پسې ،د فرانسوي محصولاتو دبایکاټ لپاره ډير کمپاینونه  شروغ شول.

https://iqna.ir/fa/news/4106791/%D8%B

captcha