ایکناخبری آژانس د آوا له وقوله راپور ورکړ، په دې باب د افغانستان د ځينو سرچینو له خوا په خپرو شوو خبرونوپسې چې افغانستان ته وارد شوي ټیټ کیفیّت وړونکوډيزلو ټینکر بیرته ایران ته ستانه کړئ شوي دي ،د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشرۍ د ځانګړي نمایندګۍ دفتر په یوه فوري خبر کې وئيلي دي،دغه بار ټینکر له عراقه واردشوي چې د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي ،د افغانستان ځينو رسندویو پرون ددغه هیواد د سټنډرډ ساتلو ادارې له قوله، دې ته له اشارې پرته چې د ډيزلو ددغې جوپې بارونکي ځاي کوم هیواد دی، لیکلی وو،په بې کیفیّته ډیزلو بار شپږویشت ټینکرې د نیمروز ولایت له ګمرکاتو له لارې ایران ته بیرته ستنۀ کړئ شوي دي.
ددغې ادارې د اطلاع رسونې انداز داسې دی چې ګواکې په ټينکرو کې بار دغه ډیزل په ایران کې تولید شوي وي،خو د افغانستان په چارو کې د ایران دو لسمشرۍ دځانګړي نمایندګۍ دفتر ددې موضوع په ردولو سره اعلان کړی چې ددغو بې کیفیّته ډيزلو دغه جوپه له عراقه بار شوي یوه ټرانزیټي جوپه ده .
د افغانستان په چارو کې د ایران دو لسمشر دځانګړي استازي د اقتصادي چارو سلاکار جوانمردقصاب د افغانستان صدای افغان خبری اژانس ته ووئيل،دغه ۲۶ټينکر چې خبر ئې خپور شوی د ایران داسلامی جمهوریت دي،او بې کیفیّته ډيزل پرې بار دي،بیرته ستانه کړئ شوي دي ،له عراقه بار کړئ شوي او د افغانستان لپاره ټرانزیټ شوي،چې په میلک/زرنج پولې کې بیرته ګرځول شوي دي.هغه روښانه کړې ،د ډيزلو دغه جوپه هیڅکله هم د ایران نه ده.د ایران اسلامی جمهوریت،پر دې سربیره چې افغانستان ته د شیانویو ترټولو لوي صادرونکی هیواد دی او هرکال افغانستان ته له دغه هیواده دتیلی موادو په زرګونو ګاډي واردیږي، دغه هیواد ته دعراق پشمول له ډیرو هیوادونو څځه یوه مهمه ټرانزیټي لاره هم دی ا و ډير تاجران هڅه کوي ،د تیلی او سونګو د موادو پشمول بې کیفیّته شیان د ایران له لارې د ټرانزیټ په بڼه افغانستان ته وارد کړي.