ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله رابور راکړ،د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال وویل: د نشه ایزو توکو په څه باندې درې چنده زیاتیدواو د افغانستاني بزګرو ترمینځ رامینځته شوي مالي ګردش ته په پام سره، دا ویره شته چې د کوکنارو کښت او تولید ته ګروهنه لازیاته شي.
محمد مسعود زاهدیان په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت په لور د نشه ایزو موادو انتقال نشه ایزو توکو ته د لاسرسۍ زمینه زیاتوي او هدف ټ،لنه یې ځوانان او ځلمیان دي، زیاته کړه: د نشې خرابونکې اغیزې د ټولنې د مختلفو پرګنو لپاره د امنیتي، روغتیايي او درملیزو ستونزو او ګډوډي د رامینځته کیدو سبب کیږي.
د ویلو ده چې په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو په کښت او تولید باندې د بندیز د حکم له صادریدو کابو د نهو میاشتو په تیریدو سره دغه هیواد لاهم د نشه ایزو موادو ترټولو ستر تولیدونکی دی.