ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د دفتر له قوله راپور راکړ، داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په څو اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم او د اسلامی سپيڅلتیاؤ سپکاوي محکوم کړل.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه سپکاوي د اسلام له اصل سره د استکبار او استعمارددښمنۍ نښه وبلله او د نړۍ درست آزادي غواړي ئې د مقدساتو د سپکاویو او پر نورو د تپلو د سپیرو او بې شرمه سیاستونوسره مقابلې ته وبلل
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دغه جوت دریځ بشپړ متن د رهبرۍ په ویب سایټ KHAMENEI.IR لیدلئ شئ چې پکې راغلي دي، د بیان د آزادۍ په پلمه د آسماني کتاب قرآن کریم په لیونتوب سره سپکاوي ښئ، د استکبار د حملو په شیشت کې د اسلام اوقرآڼ اصل دی . د استکبار له دسیسو سره سره،قرآن کریم ورځ تر بلې لازیات غوړیدلی او راتلونکی له اسلام لره دی .د نړۍ درست آزادي غواړي باید د مسلمانانو ترڅنګ د نفرت خورونې او د سپيڅلتیاؤ د سپکاوي کونکو پلیتو سیاستونو سره مقابله وکړي:
https://iqna.ir/fa/news/4117338