IQNA

د افغانستان د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د لیرې کولو ګونګوسې آوریدل کیږي

17:09 - February 01, 2023
د خبر لمبر: 3486839
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو لوړرتبه چارواکي د ملاهیبت الله اخوند زاده په څنګ ته کولو د غورعلت په هیواد کښې د انجلیو په زده کړې باندې بندیز ګڼي،ځکه چې د دوې له نظره د ښځو د زده کړې د موضوع په هکله د ناهیلیو زیاتیدل د طالبانو د حکومت د وحدت د ګډوډیدا لپاره یو ګواښ دی

زمونږخبریال د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د هندوستان ځينو رسندویو د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په دلیل د افغانستان د طالبانو د مشر په بدلولو باندې د غور کولو خبر ورکړ.

په راپور کې وئيل شوي دي،د هندوستان یوې رسنۍ زیاته کړي ده چې د افغانستان د طالبانو د حکومت لوړرتبه چارواکي د دغه حکومت د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوند زارده په څنګ ته کولو غور کوي.

د هندوستان دغه رسنۍ د طالبانو د حکومت د مشر لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملا هیبت الله اخوند زاده د احتمالي ځای ناستي په توګه معرفي کړی دی.

د افغانستان د طالبانو لوړرتبه چارواکي د ملاهیبت الله اخوند زاده په څنګ ته کولو د غورعلت په هیواد کښې د انجلیو په زده کړې باندې بندیز وباله ځکه چې د دوې له نظره د ښځو د زده کړې د موضوع په هکله د ناهیلیو زیاتیدل د طالبانو د حکومت د وحدت د ګډوډیدا لپاره یو ګواښ دی.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغه راپور په هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې د افغانستان د طالبانو د لوړرتبه چارواکو ترمینځ له اختلاف سره سره دغه ډله له دغو اختلافاتو انکار کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127188

captcha