ایکناخبری آژانس د الامام علی چینل ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د مولاالموحدین حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې له رارسیداسره په یوخت د علوی مقدس آستان له خوا په نجف اشرف کې د ؛محمد و علی قدوتنا؛(یعني محمد او علی د مونږ بیلګه دي)په نامې سره د بیرغ د رپونې ولولناکې دستورې ترسره شوې.
دغه دستورې د علوي مقدس آستان دمدیره پلاوي د یوه مسئول استاد حسن الجباري او نجف اشرف ښار دروحاینونو او مشرانو او دالحشد الشعبی د امام علی د کنډک د یوشمیر مجاهدینو په شتون سره وشوې.په دغو دستورو کې دقرآن کریم د هغو آیتونو تلاؤت هم شامل ؤ چې د علوی مقدس آستان سره اړونده مداحانو ډلې له خوا وړاندې شول.
علوی مقدس آستان هر کال د امام علی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت دغه دستورې په پرتم او ولولې سره ترسره کوي.