IQNA

کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر د ایجنډا په اړه ضد و نقیض ادعاګانې شوي

7:21 - February 23, 2023
د خبر لمبر: 3486942
ایکنا-(تهران) د پاکستان خارجه وزارت په یوې خبرتیا کې وئيلی دي کابل ته ددغه سفر پر مهال اسلام اباد او طالبانو په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرې کړې دي،د افغانستان طالبان وائي داسې کومه موافقه نه ده شوې.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان خارجه وزارت په یوې خبرتیا کې ووئيل،کابل ته ددغه سفر پر مهال اسلام اباد او طالبانو په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرې کړې دي.

کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي د سفر په اړه طالبانو او پاکستاني چارواکو ضدو نقیضې ادعاوې کړي دي.

پاکستان وايي د دغه سفر پر مهال اسلام اباد او طالبانو په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته د پاکستان د آی اس آی د مشر او د پاکستان د دفاع وزیر د سفر په ترڅ کې دواړو لورو د پاکستاني طالبانو او داعش پر وړاندې پر ګډې مبارزې هوکړه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې ویلي چې د پاکستان پلاوي او طالبانو موافقه کړې ده چې د ترهه ګرۍ له ګواښ سره په موثره توګه د مقابلې لپاره له مختلفو ډلو او سازمانونو سره ملګرتیا وکړی.

طالبان بیا ادعا کوي  په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

دغې ډلې د پاکستان په خلاف د ترهه ګرۍ په موضوع خبرو اترو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

پاکستان په دې وروستیو اونیو کې د خونړیو بریدونو شاهده ده. تحریک طالبان پاکستان د ډیرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

پاکستان په وار وار افغان طالبان تورن کړي چې پاکستاني طالبانو ته یې خوندي ځالې جوړوي.

په عامه ځایونو او د دغه هېواد پر پولیسو د وسله والو د بریدونو زیاتوالي اسلام اباد دې ته اړ کړی، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د خوندي پټنځایونو د کنټرول لپاره په مستقیم ډول د افغان طالبانو له مشر څخه مرسته وغواړي.

اسلام اباد په داسې حال کې په افغانستان کې له طالب چارواکو سره خبرو ته هیله من دی، چې افغان طالب چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه نه ده کړې؛ بلکې د پاکستاني طالبانو د ملاتړ او پناه ورکولو ادعاوې یې رد کړي دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر پر داسې مهال شوی، چې تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جرمني د مونیخ په امنیتي غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو پر ادارې توندې نیوکې وکړې او په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ یې زیات شوی وباله.

له دې وروسته، د پاکستان او طالبانو ترمنځ په تورخم کې نښته وشوه او طالبانو څو ورځې دغه دروازه وتړله.

اوس  طالب چارواکو اعلان کړی چې نن به د دواړو هېوادونو تر منځ دغه لویه دروازه بیرته پرانیزي.

د دواړو خواوو چارواکو ویلي چې افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې د تورخم پوله وتړله چې پاکستان نوي مقررات وضع کړل چې پرته له اسنادو طبي ناروغانو ته د ننوتلو مخه نیسي

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128424

captcha