IQNA

15:56 - March 06, 2023
د خبر لمبر: 3486997

په پاکستان کې ځانمرګي برید ۲۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

ایکنا-(تهران) د پاکستان بلوچستان ایالات په بولان سیمه کې د پولیسو په موټر،موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر برید کړی چې له امله یې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

په پاکستان کې ځانمرګي برید ۲۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

ایکنا دپارس ټوډې له قوله راپور راکړپه تیرو څو ورځو کې دا پنځمه چاودنه یا ځان مرګی برید دی چې د پاکستان په مختلفو سیمو کې چاودنې او بریدونه کیږي او دغه راز د لسګونو کسانو وینه پکې تویږي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،د پاکستان بلوچستان ایالات په بولان سیمه کې د پولیسو په یوه ګاډي،د موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر برید کړی چې له امله یې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

پرون هم د پاکستان په خیبر پختونخواه صوبې کې دوې چاودنې شوي چې یو شمیر کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې وه.

په دغه راپو رکې وئيل شوي دي ، دبلوچستان صوبې په بولان سیمې کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د یو موټرسایکل سپور ځانمرګي بریدګر لخوا په ځان پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله شوې چې د تلفاتو د زیاتوالې ویره ئې هم شته.

د یادې پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوی دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129038 

captcha